دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزي د همغږی عالي کمیسیون د کاري کمیټي څلورمه غونډه

دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزی د همغږي عالي کمیسیون د کاری کمیټي څلورمه غونډه په ۱۵/۵/۱۴۰۴ هـ ش نېټه چي د ۱۲/۲/۱۴۴۷ هـ ق سره سمون خوري د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د عمومي آمر محترم احمد رحیمی په مشری د اړونده ادارو د استازو (د بهرنیو چارو محترم وزارت، د کورنیو چارو محترم وزارت، دعدلیي محترم وزارت، د استخباراتو محترم لوي ریاست او د ستري محکمي محترم اداري) د باصلاحیته استازو په ګډون د افغانستان بانک د مالی استخباراتو واحد په مقر کښي جوړه شوه.

غونډه د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه چی په لومړی سر کښي د همغږي عالي کمیسیون د کاري کمیټي رئیس ښاغلی رحیمی دکمیټي غړو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزي په برخه کښي په ملي او نړیواله کچه ددي غونډي پر اهمیت رڼا واچوله او د نورو اړونده ادارو پر هر اړخیزی همکاریو ټینګار وکړ.

همداراز د غونډی هر ګډونوال د خپله اړخه د عالی کمیسیون د پریکړو د کړنو په هکله د غونډی نورو ګډونوالو ته معلومات وړاندی کړل او زیاته یي کړه چي دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو په تړاو د همغږي عالي کمیسیون د پریکړی او د مالي اقداماتو د کاري ډلي Financial Action Task Force (FATF) دسپارښتنی په پام کی ونیول شی.

همدارنګه د اجنډا سره سم د همغږي عالي کمیسیون د دارلانشاء د غړو له لوري د کاري کمیټي پر دندو او صلاحیتونو سربیره دپیسو وینځلو، د هیواد په ځمکنیو سرحداتو او هوایي ډګرونو کي د مخدره توکو، اسعارو، طلا، او کریمیه احجارو دقاچاق په برخه کي د اړوندو ادارو تر منځ د معلوماتو د شریکولو او همداراز د ظرفیت د لوړولو په برخه کي د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په تړاو د غونډي ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندي کړل.

د همغږي د عالي کمیسیون د کاري کمیټي د څلورمی غونډي په پاي کي د پورته ذکر شوی ادارو استازو له لوري د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو په اړه د خپلو ادارو د کړنو رپوټ د وړاندي کولو سربیره یو ځل بیا په یاده برخه کی د ښه همغږي او هر اړخیزي همکاري پر دوام ټینګار وکړه.